ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو له فعالیته اندېښمن دي ‎

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو له فعالیته اندېښمن دي ‎

author avatar
2 Sep 2023 - 18:49
د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو له فعالیته اندېښمن دي ‎
author avatar
2 Sep 2023 - 18:49

سرپل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د کورونو په شاوخوا کې یې د خښتو پخولو بټیو فعالیت خلک له ستونزو سره مخ کړي او د هوا ککړېدو او ناروغیو رامنځته کېدو لامل شوی دی.

د سرپل په مرکز کې د اسیاباد سیمې یوه اوسېدونکي حلیم پژواک خبري اژانس ته وویل، له څو کلونو راهیسې د دوی په کلي کې د خښتو پخولو یوه بټۍ فعالیت کوي، د دغه بټۍ لوګی د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی؛ خلک او د هغوی کروندې یې له ناروغیو سره مخ کړې دي.

هغه زیاته کړه چې خلکو څو ځله د تېر حکومت مسوولینو ته شکایت کړی، خو تر اوسه د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې د استوګنې کورونو په شاوخوا کې د خښتو بټیو د فعالیت مخنیوی وکړي.

د سرپل د مرکز شېراباد سیمې اوسېدونکي حسن هم وویل چې تر اوسه هېچا د دوی د کورونو په شاوخوا کې د خښتو پخولو بټیو د کارونو څارنه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «که په خپلو کورونو کې جامې راځوړندې کړو او یا له کوره د باندې ویده شو، لوګی راباندې لویږي.»

په ورته مهال، په شېراباد کلي کې د خښتو د یوې بټۍ مالک طاهر وايي: «سمه ده چې موږ د کلي شاوخوا کې بټۍ لرو، تر اوسه دولت او خلکو موږ ته په مستقیم ډول څه نه دي ویلي، که خلک او دولت موږ بل ځای ته ولېږدوي، موږ ستونزه نه لرو او په یو بل ځای کې خپل فعالیت ته دوام ورکوو.»

په اسیاباد کلي کې د یوې بلې بټۍ مالک غلام‌علي وايي چې په بټۍ کې یې فېلټر لګولی چې لوګی یې فېلټر کېږي او د خلکو لپاره ستونزه نه لري.

په همدې حال کې، د سرپل د اطلاعاتو او عامه اړیکو مدیر عبدالحفیظ محمدي د خلکو د دغه شکایت د تایید ترڅنګ وویل چې د خښتو پخولو د بټیو لوګی د خلکو پر کورنو راکوزیږي چې خلک یې له ناروغیو سره مخ کړي او کروندو ته یې هم زیانونه اړولي دي.

هغه څرګنده کړه چې دغه ریاست سږ کال د دې ستونزې هواري لپاره د ولایت له مقام او صنعت و سوداګرۍ له امریت سره څلور ناستې کړې او د یوه میکانیزم جوړېدو او د خښتو بټیو جواز ورکولو وروسته یې د سرپل ښار په شاوخوا کې د هغوی فعالیت درولی او یو بل ځای ته لېږدول کېږي.

د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ د سرپل ښار په شاوخوا کې ۱۲ د ځښټو پخولو بټۍ فعالیت کوي چې په ولسوالیو کې شته بټۍ تر اوسه له دغه ریاست سره نه دي ثبت شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.