ژبه

سمرقند کې د منځنۍ اسیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي

سهراب سرورى

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۰

۱ کتنې

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د منځنۍ اسیا هېوادونو او د امریکا بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د«C5+1»  په چوکاټ کې د اوزبېکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي.

د اوزبېکستان ګازېتا رسنۍ راپور ورکړی چې مارکو روبیو تېره ورځ (یکشنبه) ماښام له خپلې مېرمنې سره سمرقند ښار ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، دا منځنۍ اسیا ته د هغه لومړنی سفر دی.

په راپور کې راغلي چې د «C5+1»  غونډه کې به د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو په اړه به خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې دغه غونډه نن (دوشنبه) جوړه شي.

یادې رسنۍ لیکلي چې د امریکا او اوزبېکستان د سوداګرۍ او پانګونې شورا دویمه غونډه هم نن په سمرقند کې جوړېږي.

د دغو غونډو ترڅنګ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف به د واشنګټن او تاشکند ترمنځ د پیاوړې شوې ستراتیژیکې ملګرتیا لومړنۍ خبرې اترې هم ترسره کړي.

بختیار سعیدوف ویلي، تمه ده چې دغه خبرې به د نوو او عملي نوښتونو له لارې د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا او د منځنۍ اسیا او امریکا ترمنځ د ګډو همکاریو د لومړیتوبونو د ټاکلو لپاره مناسب فرصت برابر کړي.

د راپور له مخې، د امریکا د سترو شرکتونو له ۲۰۰ څخه ډېر استازي هم اوزبېکستان ته په دغه سفر کې له مارکو روبیو سره ملګري دي.

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف هم سمرقند ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د امریکا او اوزبېکستان د سوداګرۍ او پانګونې شورا غونډه کې ګډون وکړي او له مارکو روبیو سره وګوري او خبرې وکړي.