اسعداباد (پژوک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د کونړ د ټرافیکو مدیریت وايي، نن سهار يې په دغه ولایت کې ۶۵۰۰ راسته لاس موټرو ته د اسناد ورکولو بهیر پيل کړ.
هغوی وايي، د تېرو دوو کلونو کې په ټول کونړ کې ۸۳۰۰ راسته لاس موټر ثبت شوي او ډېر ژر به ټولو ته اسناد ورکړل شي.
د دغه ولایت د ټرافیکو مدیر صلاحالدین ایوبي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کورنیو چارو وزارت په لارښونه مو له تېرو دوو کلونو راهیسې راسته لاس ۸۳۰۰ موټر ثبت کړي چې له جملې یې د ۶۵۰۰ موټرو جوازونه او نمبر پلیټونه رارسېدلي، نن سهار مو د اسنادو د وېش بهیر پیل کړ.»
هغه وايي، اوسمهال د نوو موټرو د ثبت پروسه درېدلې او د مرکزي حکومت په لارښونه به یې بیا ځل پیل کړي.
په ورته مهال کونړ کې د راسته لاس موټرو یو شمېر چلوونکي یادو موټرو ته د اسنادو له ورکولو خوښ دي، خو وايي چې د اسنادو د اعتبار موده کمه او پیسې يې ډېرې ټاکل شوې دي.
د اسعداباد د مکلي سیمې یوه اوسېدونکي مجیبالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل: «ټوډي ډوله ښی لاس موټر لرم او له حکومت سره مې ثبت کړی، جوازسیر او نمبر پلیټ مې هم راغلي، خو د دغه اسنادو موده یوازې درې کاله ده، که حکومت دایمي اسناد ورکړي نو موږ به پرې خوښ شوو.»
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی مسافر خان وایي، له حکومته يې هیله دا ده چې ټول بې اسناده موټر ثبت کړي او دایمي اسناد ورکړي.
هغه دغه راز وویل چې د راسته لاس موټرو د ثبت پروسه دې یو ځل بیا پيل شي څو ټول خلک وکولای شي چې خپل موټر ثبت کړي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن