Language

عمر: د هېواد اقتصاد پیاوړتیا لپاره دې خلک له داخلي تولیداتو استفاده وکړي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د خوړو او درملو ملي ادارې رییس وایي چې سیاسي ازادي لاسته راغلې خو باید اقتصادي ازادۍ ته هم کار وشي څو سیاسي ازادي و ساتل شي.

دا څرګندونې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر د «سنو فارما» مرکزي دفتر د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان د روغتیا سکتور چارواکو، د خصوصي سکتور استازو، ډاکترانو او متخصصینو حضور درلود.

د یادې ناستې په پیل کې د «سنو فارما» شرکت رییس محمد سعید صدیق وویل چې د دغه شرکت له لوري جوړ شوي درمل د هېواد بېلابېلو ځایونو کې په ښه کیفیت او مناسبه بیه خلکو ته وړاندې کیږي.

login or register a new account.

Related Topics