[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د اسیا د ۲۳ کلنو لوبډلو فوټبال سیالیو په یوه لوبه کې د افغانستان او هانګ کانګ لوبه مساوي شوه، بلخوا په یوه دوستانه لوبه کې د فلیپین ملي لوبډلې افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
راتلونکی کال په قطر کې د اسیا د ۲۳ کلنو لوبډلو اسیایي سیالیو د غوراوي لوبې د ازبکستان په تاشکند کې پیل شوې چې په کې ۲۰ هېوادونو برخه اخیستې ده.
د افغانستان فوټبال فدارسیون وایي، د یادو سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او هانګکانګ لوبه ترسره شوه، چې صفر په صفر مساوي پای ته ورسېده.
د اسیا فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې دواړه ټیمونه په یوه تدارکاتي سیالۍ کې سره مخامخېږي او دا لوبه یې د اسیا جام ته له پرمختګ سره مرسته نه کوي.
د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنې لوبډلې له هانګکانګ سره تر لوبې مخکې ایران او ازبکستان ته خپلې لوبې بایللې دي او له پرمختګه پاتې شوې ده.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان او فیلیپین د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ نن یوه دوستانه سیالي ترسره شوه چې دوه د یو پر وړاندې فیلیپین وګټله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، یاده سیالي د فیلیپین په مرکز منیلا ښار کې ترسره شوه چې فیلیپین دوه او افغانستان یو ګول وواهه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP