ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د فوټبال دوستانه لوبه فلیپین ته وبایله او ۲۳ کلنې لوبډلې یې له هانګ‌کانګ سره لوبه مساوي کړه

افغانستان د فوټبال دوستانه لوبه فلیپین ته وبایله او ۲۳ کلنې لوبډلې یې له هانګ‌کانګ سره لوبه مساوي کړه

author avatar
13 Sep 2023 - 02:04
افغانستان د فوټبال دوستانه لوبه فلیپین ته وبایله او ۲۳ کلنې لوبډلې یې له هانګ‌کانګ سره لوبه مساوي کړه
author avatar
13 Sep 2023 - 02:04

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د اسیا د ۲۳ کلنو لوبډلو فوټبال سیالیو په یوه لوبه کې د افغانستان او هانګ کانګ لوبه مساوي شوه، بلخوا په یوه دوستانه لوبه کې د فلیپین ملي لوبډلې افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

راتلونکی کال په قطر کې د اسیا د ۲۳ کلنو لوبډلو اسیایي سیالیو د غوراوي لوبې د ازبکستان په تاشکند کې پیل شوې چې په کې ۲۰ هېوادونو برخه اخیستې ده.

د  افغانستان فوټبال فدارسیون وایي، د یادو سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او هانګ‌کانګ لوبه ترسره شوه، چې صفر په صفر مساوي پای ته ورسېده.

د اسیا فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې دواړه ټیمونه په یوه تدارکاتي سیالۍ کې سره مخامخېږي او دا لوبه یې د اسیا جام ته له پرمختګ سره مرسته نه کوي.

د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنې لوبډلې له هانګ‌کانګ سره تر لوبې مخکې ایران او ازبکستان ته خپلې لوبې بایللې دي او له پرمختګه پاتې شوې ده.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان او فیلیپین د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ نن یوه دوستانه سیالي ترسره شوه چې دوه د یو پر وړاندې فیلیپین وګټله.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، یاده سیالي د فیلیپین په مرکز منیلا ښار کې ترسره شوه چې فیلیپین دوه او افغانستان یو ګول وواهه.

[/restrict]

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.