ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان ځیني اوسېدونکي په ایبک ښار کې د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت لري

د سمنګان ځیني اوسېدونکي په ایبک ښار کې د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت لري

author avatar
12 Sep 2023 - 20:52
د سمنګان ځیني اوسېدونکي په ایبک ښار کې د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت لري
author avatar
12 Sep 2023 - 20:52

ایبک (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د سمنګان ځیني اوسېدونکي د یاد ولایت په مرکز کې د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت لري او له حکومتي مسوولو بنسټونو غواړي چې د غږیزې ککړتیا مخنیوي لپاره ځیني پروګرامونه جوړ کړي.

د سمنګان ولایت د ایبک ښار یوه اوسېدونکي امیرخان صمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز کې غږیزه ککړتیا ډېره شوې او خلکو ته یې روحي او رواني زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د زړو او خرابو زرنجونو ډېرېدل، هونډا موټرسایکلونه او ورته مهال د لاسي پلورونکو لاوډسپیکرونه چې د چاپېریال اصول نه مراعتوي، په ښار کې د غږېزې ککړتیا د ډېرېدو لاملونه دي.»

د سمنګان بل اوسېدونکي مزمل هم په دې اړه پژواک ته وویل: «کله چې موږ د ایبک ښار له بېلابېلو برخو تېریږو او څو سلنډه موټرسایکلونه چې له موږ څخه په نږدې واټن کې تېریږي، زړه بوږنوونکی غږ یې موږ ته سر درد پیدا کوي او دې غږیزې ککړتیا خلکو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي.»

د سمنګان ښار یو بل اوسېدونکی عبدالستار محمدي هم په ایبک ښار کې له غږیزې ککړتیا شکایت لري او پژواک ته یې وویل، د ایبک ښار په بېلابېلو سیمو کې د لاسي پلورونکو لاوډسپیکرونو خلک له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په وینا، یادو غږونو نه یوازې ځوانان او سپین‌ږیري بلکې هغه ماشومان چې ښوونځي او مدرسې ته ځي، هم له ستونزې سره مخ کړي دي.

د سمنګان یو بل اوسېدونکی خال‌محمد هم وایي: «ښار ته نږدې په بلاک کې ژوند کوو، د غږیزې ککړتیا له امله سخت له ستونزې سره مخ یو.»

د هغه په وینا، هونډا موټرسایکلونه چې د شپې په نیمایۍ کې له بلاکه په نږدې واټن کې تیریږي، د ټولو خلکو د نارامۍ لامل کېږي.

دغه ښاریان د حکومت له اړوند چارواکو غواړي چې د داسې لاوډسپیکرونو او ورته مهال د نقلیه وسایطو مخه ونیسي څو خلک په راحتۍ خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د کارپوهانو په باور، غږیزه ککړتیا، مزاحم او له حد ډېر غږ دی چې کولای شي د انسانانو د ژوند فعالیتونه یا تعادل او دغه راز د انسان رواني روغتیا ته زیان رسوي.

د سمنګان د ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو کې د غږیزې ککړتیا له امله روحي او رواني ناروغۍ ډیرې شوې او ککړتیا بېلابېل ډولونه لري، یوه له ویجاړونکو یې غږیزه ککړتیا ده چې په دغو ورځو کې زیاته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې لوړ غږ د اورېدو حس ته زیان رسوي او ورته مهال د ماشومانو او سپین‌ږیرو د دماغي اختلالاتو لامل هم ګرځي.

هڅه مو وکړه د غږیزې ککړتیا د مخنیوي د لارو چارو په برخه کې د ایبک د ښاروالۍ ریاست نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو.

خو د سمنګان ولایت د چاپیریال ساتنې د همغږۍ او عامه اړیکو عمومي مدیر مولوي نجیب‌الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له اړوندو ادارو سره په همغږۍ له ککړتیاوو د مخنیوي په موخه ځیني پروګرامونه جوړ کړي دي.

هغه زیاتوي چې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په برخه کې هم هڅې روانې دي، د ایبک ښاروالۍ ریاست سره په همغږۍ به په ډېره کمه موده کې د غږیزې ککړتیا د کمېدو لپاره اقدام وشي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.