ژبه

د علماوو  شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه

هجرت‌الله کاکړ

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۷

Views: ۲

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د علماوو شورا لایحه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري تدوین او صادره شوې، په رسمي جریده کې خپره شوې ده.

د عدلیې وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت د علماوو شورا لائحه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا تدوین او صادره شوې ده، په رسمي جریده کې خپره کړې ده.

سرچینه زیاتوي، یاده لائحه یوه مقدمه، دوه‌ بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري چې د دې شورا جوړښت، دندې، صلاحیتونه او مسوولیتونه پکې روښانه شوي، دغه‌راز منظم او شرعي حدودو یې تعیین شوي، څو له مخې یې خپلې اړوندې چارې د اسلامي نظام په چوکاټ کې پر مخ یوسي.

یاد وزارت لیکلي، د دې لائحې لومړی باب د شورا جوړښت، مسوولیتونو او دندو ته ځانګړی شوی او دوه فصلونه لري؛ لومړی فصل د شورا د جوړښت څرنګوالي او د هغې د اعضاوو مواصفات او دویم فصل د شورا مسوولیتونه او دندې تنظیموي.

د دې لائحې له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه شورا لپاره رییس، معاون، اداري مسوول او مالي مسوول په پام کې نیول شوي او نور اعضاء یې هم د اړتیا پر اساس ټاکل کېږي.

د لائحې له مخې، د علماوو شورا غړي باید دیني عالمان او یا د سیمې په کچه منل شوي شخصیتونه وي، له خلکو سره د خواخوږۍ او مهربانۍ روحیه ولري، په شرعي علومو او ټولنیزو مسایلو کې له کافي فهم او بصیرت څخه برخمن وي، صالح، متدین او امانتدار او اسلامي نظام ته متعهد، وفادار او خیرخواه وي.

عدلیې وزارت ویلي، د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، د شرعي نظام د ارزښت په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع احساس پیاوړی کول، د امارتي مسوولینو د کړنو او چلند اصلاح کول، د مسوولینو او خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کول، د نوي نسل د اذهانو تنویر او د هغوی د عامه پوهاوي پیاوړي کول، د ستونزو حل کول او له امارتي ادارو سره همکاري کول د دې لائحې له مهمو موضوعاتو څخه دي.

اعلامیه کې راغلي، دغه‌راز په دې رسمي جریده کې د اسلامي امارت د مشرتابه یو شمېر فرمانونه هم چې په هغو کې د ځنګلونو د ساتنې او د هغو د غیرقانوني قطع کولو د مخنیوي، د زرمینځلو د امورو د تنظیم، د اطلاعاتو او فرهنګ، مالیې وزارتونو د دندو د تنظیم او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر د ټاکنې په هکله فرمانونه شامل دي چاپ او خپاره شوي دي.