ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې له څلور کسانو سره ۱۵۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي

کونړ کې له څلور کسانو سره ۱۵۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي

author avatar
14 Sep 2023 - 16:27
کونړ کې له څلور کسانو سره ۱۵۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي
author avatar
14 Sep 2023 - 16:27

اسعداباد (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): کونړ کې امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور کسان په داسې حال کې نیول شوي چې په دوو سراچه ډوله موټرو کې يې ۱۵۰ کیلوګرامه چرس بار کړي وو.

د دغه ولایت امنیه قوماندان عبدالحق حقاني نن په مرکز اسعداباد کې خبریالانو ته وویل، نیول شوو کسانو غوښتل چې دغه چرس له کونړه ننګرهار ته انتقال کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د نورګل ولسوالۍ په زیړي بابا سیمه کې نیول شوي دي.

هغه وایي، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

د یادونې ده، په هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو پر کېله، پېر، پلور او لېږد بندیز لګېدلی او سرغړونکي مجرمین ګڼل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.