Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ندیم: اسلامي امارت د عصري علومو مخالف نه دی

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، اسلامي امارت د عصري علومو مخالف نه دی، بلکې پلوی یې دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم تېره ورځ (یک‌شنبه) غور ته په سفر کې د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې له بېلابېلو برخو لیدنه کړې ده.

هغه په دې ناسته کې ویلي: «موږ د عصري علومو مخالف نه یو؛ زموږ هېواد داکټر او انجینیر ته اړتیا لري څو پر ځان بسیا شو او نورو هېوادونو ته لاس اوږود نه کړو.»

د هغه په خبره، اسلامي امارت ژمن دی چې لوړې زده‌کړې نړۍ‌والو معیاورنو سره برابرې کړي.

هغه څرګنده کړه: «موږ غواړو چې د ټولنې هر قشر لکه عالم، شیخ، د جومات خطیب، استاد، زده‌کوونکی، محصل او مجاهد د پوهنتون ملاتړ وکړي او ټول په ګډه د هېواد ودانولو او پرمختګ لپاره یو لاس شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د اسلامي امارت مسوولینو د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو پر پرمختګ ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.