ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجونو زده‌کړو ځنډولو دوه کاله پوره کېدل؛ ګوټریش: دغه بندیز له بشري حقونو نه توجیه‌ کېدونکې سرغړونه ده

د نجونو زده‌کړو ځنډولو دوه کاله پوره کېدل؛ ګوټریش: دغه بندیز له بشري حقونو نه توجیه‌ کېدونکې سرغړونه ده

author avatar
18 Sep 2023 - 18:26
د نجونو زده‌کړو ځنډولو دوه کاله پوره کېدل؛ ګوټریش: دغه بندیز له بشري حقونو نه توجیه‌ کېدونکې سرغړونه ده
author avatar
18 Sep 2023 - 18:26

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو د دوو کلونو په پوره کېدو سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه بندیز په تړاو د اندېښنې په څرګندولو، زده‌کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، یو شمېر نجونې هم د افغانستان له اسلامي امارته غواړي څو ژر تر ژره د دوی ناهیلي پای ته ورسوي او ښوونځي یې پر مخ پرانیزي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن (دوشنبه) له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو دوه کاله تېریږي.

د هغه په خبره، دغه بندیز له بشري حقونو نه توجیه‌کېدونکې سرغړونه ده او افغانستان ته د اوږده مهال لپاره زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز ویلي: «نجونې له ښوونځي سره تړاو لري، اجازه وکړئ چې ښوونځي ته لاړې شي.»

په افغانستان کې له زده‌کړو د شپږم ټولګي پورته نجونو له بې‌برخې کېدو د دوو کلونو په پوره کېدو سره، د «زده‌کړه په تمه نه پاتې کېږي» په نوم نړۍوال بنسټ (EWC) هم په هېواد کې ژر تر ژره د نجونو د زده‌کړو د بندیز برې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د بریتانیا د دیني عالمانو پلاوي یوه غړي ویلي، د اسلامي امارت چارواکو د نجونو زده‌کړې په بشپړ ډول نه دي بندې کړې، بلکې هغوی «سکولار او لېبرال زده‌کړې» د لنډې مودې لپاره بندې کړې دي.

شیخ ‌حمید محمود زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ده ته ویلي په افغانستان کې نجونې تر اوسه د زده‌کړو بدیلې لارې لري.

په ورته مهال، یو شمېر نجونې هم له سرپرست حکومته غواړي څو پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

صدف صدیقي چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د دویم ټولګي زده‌کړیاله وه وايي، نجونې او ښځې د یوه هېواد نیمايي ټولنه جوړوي او د دغه قشر له زده‌کړو د بې‌برخې کولو په صورت کې به نیمايي ټولنه بې‌سواده شي.

کابل ښار کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې فرشتې محبوب وویل چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو تړل کېدو له امله له بې‌پروګرامه حالت سره مخ ده او له اسلامي امارته غواړي څو هر څومره ژر د دوی بې‌پرګرامه او ناهیلي وضعیت ته د پای ټکی ګېږي او د ښوونځیو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو نږدې ۷۳۱ ورځې او د پوهنتونونو له تړل کېدو نږدې نهه میاشتې تېریږي.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو له بندېدو د دوو کلونو په تېرېدو سره د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې دغه بندیز دایمي نه دی او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د لوړو زده‌کرو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم تازه ویلي چې نجونو ته د زده‌کړو په ګډون ټول شرعي حقونه ورکول کېږي او په دې برخه کې باید بېړنه ونه شي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.