ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې

فراه کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
18 Sep 2023 - 18:42
فراه کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
18 Sep 2023 - 18:42

فراه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د فراه ولایت به بالابلوک ولسوالۍ کې د ۸،۸ میلیونو افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د فراه د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه د بالابلوک ولسوالي اړوند د کنسک کلي په ښاخ سیمه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق  (یونیسف) په ۸،۸ میلیون افغانیو مالي ملاټر جوړیږي.

خبرپاڼه زیاتوي: «دغه شبکه ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي چې هر کور ته به د نل له لارې اوبه ورسېږي.»

د فراه د کلیو بیارغوني او پراختیا رییس مفتي محمدنسیم سرهنګ پژواک ته وویل: «کسنک کلی د تېرو جګړو پرمهال ډېر ځپل شوی او ډېر کورونه يې نړېدلي چې خلکو يې اوبو ته لاسرسی نه درلوده.»

دغه راز د سیمې یوه اوسېدونکي ملا عبدالحمید وویل: «موږ په کلي کې څښاک اوبه نه لرو ټوله ورځ به مو ماشومانو د لاسي ګاډۍ په واسطه اوبه راوړلې د دې شبکې په جوړیده سره به موږ له دې ستونزو څخه خلاص شو.»

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د فراه په پشترود ولسوالۍ او کډوالو ښارګوټو کې هم ورته د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې دي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.