میمنه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په شېرینتګاب او اندخوی ولسوالیو کې یوه ځوان ځانوژنه کړې او یو بل وژل شوی دی.
د فاریاب د اطلاعات او کلتور رییس مولوي شمسالله محمدي وویل چې پرون سهار اووه بجې د اندخوی ولسوالۍ په نمدمال کلي کې د نورالله په نوم یوه ځوان ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
دغه راز هغه زیاته کړه چې تېره ورځ د سورګل په نوم یو بل ځوان د شېرینتګاب ولسوالۍ په شلکتوی کلي کې د دوو وروڼو له خوا وژل شوی دی.
هغه د دغه قتل انګېزه د پسرلي پر څرځایونو لانجه یاده کړه، ویې ویل چې د پېښې عاملین د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن