Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درېیو ولایتونو کې له شاوخوا څلور زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې

پل‌علم – میدان ښار – قلعه نو (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): په بادغیس ولایت کې له شاوخوا درې زره کورنیو سره د خوراکي توکو  او په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې له ۹۵۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

د بادغیس ولایت د والي ویاند احمد جان حنظله وایي چې نن دغه ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې له ۳۱۲۲ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرستې وشوې.

هغه وایي چې دغه مرستې د «ورلد ویژن» په نوم د یوې نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ د کلیو او پراختیا ریاست له لورې وویشل شوې.

هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لیتره غوړي، شپږ کیلو دال‌نخود، شیدې او تغذي مواد ورکړل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د میدان وردګو ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي عبدالقدوس وایي چې دغه مرستې په مرکز او جلریز ولسوالۍ کې وېشلې دي.

هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.

همدا راز د لوګر ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي نصرت الله وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې له ۷۰۰ بې‎وزلو کورنیو سره نغدې مرستې کړي دي.

هغه وایي چې په دغو مرستو کې ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.