پلعلم – میدان ښار – قلعه نو (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): په بادغیس ولایت کې له شاوخوا درې زره کورنیو سره د خوراکي توکو او په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې له ۹۵۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د بادغیس ولایت د والي ویاند احمد جان حنظله وایي چې نن دغه ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې له ۳۱۲۲ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرستې وشوې.
هغه وایي چې دغه مرستې د «ورلد ویژن» په نوم د یوې نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ د کلیو او پراختیا ریاست له لورې وویشل شوې.
هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لیتره غوړي، شپږ کیلو دالنخود، شیدې او تغذي مواد ورکړل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د میدان وردګو ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي عبدالقدوس وایي چې دغه مرستې په مرکز او جلریز ولسوالۍ کې وېشلې دي.
هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
همدا راز د لوګر ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي نصرت الله وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې له ۷۰۰ بېوزلو کورنیو سره نغدې مرستې کړي دي.
هغه وایي چې په دغو مرستو کې ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړي دي.