فراه (پژواک، د تلې لومړۍ ۱۴۰۲): د فراه ښاروالي وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو کار پیل شو چې ورسره به شاوخوا سل کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د فراه ولايت د ښاروالۍ رياست تخنيکي او سکتوري امر انجينر شاهمحمود جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ښار په درېمه، پنځمه او شپږمه ناحیو کې د ۳۰۰۰ متر مکعبه په اوږدوالي سره د لسو کوڅو ویالې جوړیږي.
هغه زیاته کړه چې په دوېمه پروژه کې په دغه ښار کې یوه څلورلارې هم جوړیږي چې په دواړو پروژو به ۱۰.۵ میلیونه افغانیو لګښت راشي چې د ښاروالۍ ریاست له لورې ورکول کیږي.
هغه وایي، چې د ویالو جوړولو چارې به په دریو میاشتو او د څلور لارې چارې به دوو میاشتو کې کې بشپړې شي.
د جلالي په وینا چې په دغو دوو پروژو کې به شاوخوا سل کسانو ته کار زمینه هم برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP