ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: د افغانستان وضعیت له هغه څه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي، ډېره ښه دی

متقي: د افغانستان وضعیت له هغه څه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي، ډېره ښه دی

author avatar
24 Sep 2023 - 21:11
متقي: د افغانستان وضعیت له هغه څه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي، ډېره ښه دی
author avatar
24 Sep 2023 - 21:11

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند غړو سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي او ویل کېږي، ډېر ښه دی.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تلې په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي اتحادیې غړي اتریش د ازادۍ ګوند مخکښو غړو له مولوي امیرخان متقي سره کابل کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې، د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر هغوی ته د هرکلي ترڅنګ وویل: «خوښ یم چې د افغانستان وضعیت له نږدې او په حقیقي بڼه ووینئ، تاسو ته به څرګنده شي چې د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي او ویل کېږي ډېر مثبت متفاوت دی.»

خبرپاڼه کې راغلي متقي په یاده ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اتریش په مرکز ویانا کې د افغانانو د ستونزو حل په موخه د قونسلي خدماتو وړاندي کولو او نورو تسهیلاتو رامنځته کولو په تړاو هم خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، د اتریش د ازادۍ ګوند غړو په ناسته کې خبرې وکړې او ټولو په خپلو ویناوو کې د افغانستان وضعیت تر هغه ډېر ښه وباله چې مخکې له راتګ یې له مطبوعاتو اورېدلي وو.

هغوی وویل: «موږ کابل کي ازاد وګرځیدو له ځینو افغانانو سره مو د اوسني وضعیت په تړاو خبرې هم کړې دي چې له هغوی سره د خبرو په پایله کې راته څرګنده شوې ده چې افغانان په اوسني وضعیت خوښ دي او خپل ژوند خوندي او مصؤن ګڼي.»

دغه راز د ازادۍ ګوند غړي یوهانس وویل: «زه تأسف کوم چې د افغانستان اوسنی مرکزي حکومت چې سرتاسري امنیت یې تامین کړی او په افغانستان کې یې د څلورو لسیزو ناخوالو ته د پای ټکی ایښی بیا هم په رسمیت نه پېژندل کېږي.»

په خبرباڼه کې راغلي، د ناستي په پای کي د ازادۍ ګوند غړو په ټینګار سره وویل او ژمنه یې وکړه چې دوی به د افغانستان اوسني وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي اتحادیې له غړو هېوادونو سره شریکوي.

[/restrict]

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.