ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې پنځه کانونه د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شول

غزني کې پنځه کانونه د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شول

غزني‌ښار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د غزني د کانونو او پټرولیم ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د تازه ۱۵ کشف شوو کانونو له ډلې یې پنځه کانونه د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړي دي.

د غزني د کانونو او پټرولیم رییس مولوي حضرت یوسف صهیب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په ناور، مالستان، جاغوري، مقر او قره‌باغ ولسوالیو کې پنځه کانونه د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړي دي.

هغه زیاته کړه چې یاد کانونه د ټراورټین، ګرانیټ، مرمر، کچ او چونې دي.

د نوموړي په خبره، تېر کال یې د ۱۸ کانونو د استخراج له درکه شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې د تېرو نورو کلونو په پرتله درې برابره زیاتوالی ښیي.

صهیب دغه راز وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۵ نوي کانونه کشف شوي چې له ډلې پنځه کانونه په قرارداد ورکړل شول چې په استخراج سره به یې عواید نور هم ډېر شي.

د کانونو او پټرولیم رییس وویل: «یادو شرکتونو هر یوه یې له یو تر دوو لکو امریکایي ډالرو پانګونه کړې او سلګونه کسانو ته له دې لارې د کار زمینه برابره شوې ده.»

هغه دغه راز وايي چې د غزني په ناور کې د لیتیمو او مقر کې د زرکشان کانونو نومونې هم چینايانو وړې چې له قرارداد ورکولو وروسته به یې د استخراج چارې پیل شي.

د صهیب په خبره، اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد اقتصادي وضعیت د کانونو د استخراج له درکه پیاوړی کړي څو د عواید ډېرېدو ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دغه راز هغه وايي چې د کانونو د خپلسرو او غیرقانوني کیندنو مخه نیول شوې او له خلکو یې هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل چې ځیني نور لوی او واړه کانونه یې هم اعلان ته ورکړي او په قرارداد له ورکولو وروسته به یې د استخراج چارې پیل شي.

نوموړي له افغان پانګه‌والو وغوښتل چې د غزني په کانونو کې پانګونه وکړي، څو له لارې یې افغانستان په سیمه کې د پياوړي اقتصاد چښتن شي.

بلخوا، د یوه خصوصي شرکت مسوول سیدحسن احمدي پژواک ته وویل، غزني کې یې د ټراورټین ډبرو کان کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې چې تر لسو کلونو به ۴۵۰۰ ټنه ډبرې استخراج ولري.

ورته وخت کې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د کانونو پر استخراج خوښي څرګندوي او وایي، له کانونو د ګټې اخيستنې په صورت کې افغانستان په لږ وخت کې پر ځان بسیا کېدلی شي او زرګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.

دغه راز پخوانۍ ولسي جرګه کې د غزني استازي محمدعلي اخلاقي هم په دغه ولایت کې د کانونو په قرارداد ورکول ښه کار بللی او زیاته یې کړه چې که کانونه په سم او قانوني ډول استخراج شي، له یوې خوا به ځوانانو ته کار پیدا او له بلې خوا به ملي عواید ډېر شي.

Views: 599

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.