ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

غور کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

author avatar
25 Sep 2023 - 14:56
غور کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي
author avatar
25 Sep 2023 - 14:56

فیروزکوه (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د غوره امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د چارسدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د غور امنیې قومانداني ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ ناوخته د غور د چارسدې ولسوالۍ د تګاب‌طاق کلي په کنک کوتل کې یو سراچه موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.»

بدري  د یادې پېښې د یوه ټپي روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د یادې پېښې لامل د سړک خرابوالی ښودلی دی.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.