ایبک (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): سمنګان کې ځایي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په شاوخوا ۱۷۰ پرمختیايي پروژو کې زرګونو کسانو ته د لنډمهال کار زمینه برابره شوې ده.
د سمنګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولینو په وینا، په یادو پروژو کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د اوبو رسولو شبکو جوړول، د سړکونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو، د اوبو کانالونو او سړکونو ترمیم او جغل اچول شامل دي چې نږدې ۱۶ زره کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د سمنګان د کليو پراختيا او بيارغونې رياست مطبوعاتي مسوول ثمرالدين شاهرخي پژواک خبري اژانس ته وويل، په سمنګان کې د مرستندويه بنسټونو له خوا د ١٧٠ پروژو کار پيل شوى، له دې ډلې يې د ٨٢ پروژو کار بشپړ شوى او د پاتې نورو کار روان دى.
هغه زیاته کړه، د ۱۷۰ پروژو له جملې ۲۳ پروژې د اوبو په برخه کې، دوه پروژې د سړک په برخه کې او ۱۴۵ پروژې د افغانستان د ټولنیز او معیشت د ملاتړ پروګرام له لارې د دغه ولایت خلکو ته د کاري فرصتونو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو برابرولو لپاره دي.
نوموړي وویل چې د سمنګان په مرکز او ولسواليو کې به له دغو ١٧٠ پروژو نږدې ٢٥ زره کورنۍ ګټه پورته کړي او د يادو پروژو ټوليز لګښت ٢٦٨ میلیون او ٧٠٠ زره افغانۍ کېږي.
د شاهرخي په وینا، دغه پروژې د ۱۵۷۲۰ غیرمسلکي او ۲۷۷ مسلکي کارګرانو له خوا پر مخ وړل شوې چې غیرمسلکي کارګرانو ته د ورځې د اته ساعته کار په بدل کې ۴۵۰ افغانۍ او مسلکي کارګرانو ته ۷۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه پروژې د ناروې هېواد او نړۍوال بانک له لوري تمویلېږي.
د سمنګان اوسېدونکو د يادو پروژو له پيلېدو خوښي څرګنده کړې او له حکومت او مرستندويه بنسټونو غواړي چې د ورته پروژو پلې کېدو ته دوام ورکړي.
د سمنګان اوسېدونکى حاجي نورانشاه چې د سړک د جغل اچونې په پروژه کې کار کوي وايي، له بېکارۍ ځورېده، خو خوښ دى چې په دې پروژو کې ورته د کار زمينه برابره شوې او کولای شي له دې لارې خپلو اقتصادي ستونزو ته تر یوه بریده رسېدنه وکړي.
هغه څرګنده کړه: «کار نشته، که یو کارګر د ورځې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو په بدل کې کار پیدا کړي خو یوه اونۍ بېکاره وي، په دې پروژه کې کار کول زموږ لپاره ښه دي، د ورځې ۴۵۰ افغانۍ معاش ورکوي چې زموږ ډېرې اقتصادي ستونزې هواروي.»
د سيمې يو بل اوسېدونکى محمدزمان چې د کانال د پاکولو په پروژه کې يې دنده ترلاسه کړې، هم خوښي څرګندوي او وايي، ډېر خوښ دى چې په سمنګان کې دغه پروژې پلې کېږي.
هغه وويل: «د دغو پروژو پلې کول زما لپاره هيله بښونکي دي چې له يوې خوا به مو هېواد اباد شي او له بلې خوا به بېوزلي کمه شي.»
په مرکز ايبک کې د خلکو د يوې شورا مسوول محمدنصیر عرفان وايي، له تحول وروسته د خلکو اقتصادي ستونزې زياتې شوې او دا د خوښۍ ځای دی چې زرګونو کسانو ته د پراختیايي پروژو له لارې د لنډ مهاله کار زمينه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP