اسعداباد (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ شو.
مسوولین وايي، دغه مرکز د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې (اسلامیک ریلیف) په مالي ملاټر د دوو میاشتو په اوږدو کې جوړ شوی دی.
د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص د یادې پروژې د پرانیستې پرمهال وویل، د شېنو په سیمه کې د روغتیایي مرکز په فعالیدو سره اوس څه باندې ۱۰ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابر شوي دي.
هغه وویل: «دغه روغتیایي کلینیک چې تعمیر یې له کانتینرو جوړ شوی، مجهز طبي وسایل لري او تر راتلونکي ۲۰۲۵ میلادي کال پورې به د اسلامي هوساینې موسسې له لورې د درملو او روغتیایي پرسونل ته د معاشونو ورکولو له اړخه تمویلیږي.»
نوموړي زیاته کړه د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق په دغه فرعي روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم، واکسین او نورو عاجلو واقعیاتو په برخه کې به شپه او ورځ روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.
ورته مهال د نرنګ ولسوالۍ د شېنو سیمې یوه قومي مشر حاجي حکمخان پژواک ته وویل خوښ دی چې په سیمه کې یې روغتیایي خدمات برابر شوي دي.
هغه وایي، دوی په یوه غرنۍ سیمه کې اوسېږي او پخوا به یې خپل ناروغان په کټونو کې د شل کیلومتره پلي مزل په وهلو سره د ولسوالۍ تر روغتیایي مرکزه د درملنې لپاره وړل چې اوس یې دغه ستونزه حل شوه.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، هڅې یې پیل کړي څو د دغه ولایت په ټولو هغو سیمو کې صحي مرکزونه جوړ کړي چې خلک يې له روغتیایي خدمتونو بېبرخې دي.
Views: 155
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن