Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پولیس وایي، خوست کې یې یوه ښځه د هغې د پخواني خاوند له لس کلن بنده ازاده کړې

خوست (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): امنيتي مسوولين وايي، د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د هغې د پخواني خاوند له لس کلن بنده ازاده کړې او په دې تړاو د هغې پخوانی خاوند او زوی نیول شوي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښځه تېره ورځ د ګربزو ولسوالۍ په بوري‌خېلو سیمه کې د کشفي راپورونو په اساس د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ازاده شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ښځه تېره ورځ د ګربزو ولسوالۍ په بوريخېلو سيمه کې د کشفي راپورونو په اساس د يو لړ عملياتو پرمهال را خلاصه شوې ده.

نوموړی وایي، دغه ۶۰ کلنه مېرمن چې سروارې نومیږي، د خپل خاوند له لورې طلاقه شوې وه او د لس کاله بند له امله یې رواني حالت ښه نه دی.

هغه زیاته کړه، یاده مېرمن د درملنې په موخه د خوست ښار ملکي روغتون ته لېږدل شوې، د بندي کولو په تړاو یې پخوانی خاوند او یو زوی نیول شوي چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې په کابل کې هم يوه مېرمن چې د خپلو وروڼو له خوا ۲۵ کاله په بندخونه کې ساتل شوې وه، د امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ازاده شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.