کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د عدليې وزارت وايي، یوه میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۳۰ زره او ۳۰۰ جريبه امارتي ځمکه له تثبیت وروسته، استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم کړې ده.
د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاره له غصبه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د روان کال د زمري له ۲۷مې د وږي تر ۲۴مې ترسره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوو په یاده موده کې ۱۹۵ زره او ۵۵۱ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړې او ۲۲۵ زره او ۱۷۳ جریبه نوره ځمکه یې هم تر څېړنې لاندې ده.
سرچینې د یادو ټولو ولایتونو نومونه نه دي یاد کړي خو وایي چې په یاده موده کې تر ټولو زیاتې راګرځول شوې ځمکې په کندهار، کاپیسا، فراه او کندوز ولایتونو کې دي.
د عدليې وزارت ليکي، د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زرګونه جریبه غصب شوو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب مخنیوي د تخنیکي پلاوو تر څېړنو لاندې دي.
Views: 108
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن