هرات (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): هرات کې مسوولین وايي چې د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې د تخت صفر کانال او ورسره ۸ پلچکونو جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت ښاروال ملا عبدالرازق راشد د یادې پروژې د پرانيستې مراسمو کې وویل چې د هرات ښار پنځمه ناحیه کې د تخت صفر کانال د ګمرک تر ریاست پورې د ۲۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱،۵ مترو په پلنوالي او ورسره اته پلچکونه د څلورو میاشتو په موده کې جوړیږي.
هغه څرګنده کړه، د دې پروژې ټولیز لګښت ۳۰ میلیون افغانۍ دی چې د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.
دغه پروژه د یوه خصوصي شرکت له لوري پلې کېږي او له ټاکلي وخت وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې ده، تېره میاشت هم د یاد ولایت تر ګمرک ریاسته د تخت صفر سړک پخولو کار د شاوخوا ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د ښاروالۍ لوري پیل شوی و.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن