ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ نړۍوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ نړۍوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه

author avatar
3 Oct 2023 - 23:29
افغانستان د کرکټ نړۍوال جام په یوه تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه
author avatar
3 Oct 2023 - 23:29

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د ملي لوبغاړو رحمن‌الله ګربز او رحمت‌شاه د غوره لوبې له امله افغانستان د کرکټ نړۍوال جام په دویمه تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

له دې مخکې د افغانستان او سویلي افریقې ترمنځ لومړۍ تمریناتي لوبه د باران له امله بې‌نتیجې پاې ته رسېدلې وه.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دغه تمریناتي لوبه د تلې په ۱۱مه، د هندوستان په ګوهاټي ښار کې ترسره شوه.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله خو لومړۍ یې سریلانکا ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د سریلانکا لوبغاړي کوشال منډس تېزه او خوندوره لوبه وکړه او ۱۵۸ منډې یې جوړې کړې، نورو سریلانکایي لوبغاړو ډېره ښه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله یې په اوه څلوېښتم اوور کې په ۲۹۴ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري محمدنبي څلور لوبغاړي وسوځول.

افغانستان کله چې د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه؛ ابراهیم ځدراڼ ژر په اوه منډو وسوځېد، خو ورپسې رحمن‌الله ګربز او رحمت‌شاه زرمتي خوندوره لوبه وکړه او دواړو تر ۲۰۰ منډو زیاته ملګرتیا وکړه.

ګربز په ۱۱۹ او رحمت‌شاه په ۹۳ منډو له سوځېدو پرته له میدانه ووتل او نورو لوبغاړو ته یې چانس ورکړ.

ورپسې نجیب‌الله ځدراڼ او عظمت عمرزي د باران له امله دغه زیانمنه شوې لوبه په داسې حال کې وګټله چې لا ۲۱ توپونه پاتې وو.

د نړۍوال جام رسمي لوبې د اکتوبر په پنځمه نېټه د انګلینډ او نیوزلینډ ترمنځ لوبې سره پیلېږي او افغانستان د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله‌دېش سره لوبه لري.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.