تالقان (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ په دو راهي سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې یو ۵۸۰ موټر له تخار ولایته کابل ته په حرکت و چې له سړک څخه اوښتی.
د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافی په یوه خبري اعلامیه کې د یادې پېښې د تایید ترڅنګ روغتون ته د ټپیانو له لېږدولو هم خبر ورکوي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن