مزارشریف (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند په سوداګریزو توکو بار یو اورګاډی د حیرتان بندر ته راورسېد.
د دغه اقتصادي دهلېز هوکړه د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین هېوادونو د استازو ترمنځ تېر کال د وږي په میاشت کې لاسلیک شوې وه.
د دې موضوع په اړه جوړ شوو مراسمو ته د افغانستان د رېلپټلۍ رییس بختالرحمن شرافت وویل چې نن د دغه اقتصادي دهلېز له لارې ۲۲ کانټینره سوداګریز توکي حیرتان بندر ته راورسېدل.
شرافت دغه راز د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې د هېوادونو د پرمختګ لپاره مهمې ګڼي او زیاتوي چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
په همدې حال، د بلخ والي محمدیوسف وفا هم وایي چې د افغانستان حکومت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی او د سیمې له هېوادونو د ښه تعامل تمه لري.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت ته اقتصادي پرمختګ لومړیتوب لري او هڅه کوي افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي.
ورته مهال، د ازبکستان هېواد د رېلپټلۍ مرستیال رحمتالله حکمتوف وایي چې هېواد یې افغان سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په لټه دی او ډېر ژر به له ازبکستانه پاکستان ته د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ جوړېدو چارې پیل شي.
د بلخ حکومتي مسوولينو معلوماتو له مخې، په ننني اورګاډي کې د افغان سوداګرو ۲۲ کانټينره د موټر او موټرسايکل پرزې او ماشينونه بار دي چې د لسو ورځو په موده کې له چينخه افغانستان ته رارسېدلي دي.
د يادونې ده، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له حاکمیت وروسته دا درېیم ځل دی چې له چینه په اورګاډي کې حیرتان بندر ته سوداګریز توکي رالېږدول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP