کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري د سند ایالت له زندانونو د ۳۶ ماشومانو په ګډون د ۱۰۰ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی دی.
یادې قنسلګرۍ نن د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي: «نن دوشنبه د تلې ۱۷مه په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ او سفارت په هڅو د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو د ۳۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۰ افغان زندانیان ازاد او د چمن له لارې هېواد ته ولېږدول شول.»
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، له دې مخکې د ماشومانو، ښځو او نارينهوو په ګډون ٢٦٧٠ افغان کډوال د دغه هېواد له زندانونو ازاد او افغانستان ته لېږدول شوي وو.
سرچينې زیاته کړې چې هېواد ته د دغو کسانو د لېږد لګښت د افغانستان سفارت له لوري ورکړل شوی دی.
په دې وېډیو کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، ونه ځوروي او هغو افغانانو ته چې اسناد نه لري فرصت ورکړي څو وکولای شي خپل هېواد ته ستانه شي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن