ژبه

تازه خبرونه
باميان کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

<p style="text-align: justify;">بامیان (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.</p>

<p style="text-align: justify;">د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمد‌خواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشه‌یې توکو دا کارخونه تېر ماښام د باميان کهمرد ولسوالۍ اړوند سري ګلي کلي کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې له منځه وړل شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">رسا وویل چې د دغو عملیاتو په پایله کې له یادې کارخونې زرګونه کیلوګرامه تېزاب، کاسټیک، ومان، ګچ او الکولي توکي چې د نشه‌یي توکو په تولید کې ترې استفاده کېده، هم ترلاسه شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هغه په خبره، تر اوسه د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو امنیتي مسوولین هڅه کوي څو په بامیان کې د نشه‌یي توکو د تولید، کښت او قاچاق مخه په بشپړ ډول ونیسي.</p>