ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تېرو دوو کلونو کې جوزجان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا ديارلس متره ټيټه شوې»

«تېرو دوو کلونو کې جوزجان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا ديارلس متره ټيټه شوې»

author avatar
14 Oct 2023 - 16:39
«تېرو دوو کلونو کې جوزجان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا ديارلس متره ټيټه شوې»
author avatar
14 Oct 2023 - 16:39

شبرغان (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د جوزجان د سیندیزې حوزې رییس د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اوبو د بې‌درېغه استفادې پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.‎

د اوبو او انرژۍ ‎وزارت سرپرست عبداللطیف منصور جوزجان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه (د تلې ۲۲مه) ‎د دغه ولایت د سیندیزې حوزې له مسوولینو سره لیدنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې ‎د جوزجان ولایت د سیندیزې ‎حوزې رییس ملاسعدالدین سلیمي د اوبو او انرژۍ ‎وزارت له سرپرست سره په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت په تړاو د خلکو ستونزې شریکې کړې.

د سیندیزې حوزې د رییس په خبره، د دغه ولايت په ډېری سيمو کې د ځمکې لاندې اوبه تروې او د څښاک وړ نه دي.

هغه څرګنده کړه، د کرنيزو اوبو د کمښت له امله خلک د ځمکو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې له اوبو استفاده کوي، خو دغه رياست هڅه کوي څو ‎د هغو کسانو مخه ونيسي چې خپلې کروندې د ځمکې لاندې له اوبو خړوبوي.

هغه یادونه وکړه چې په تېرو دوو کلونو کې په جوزجان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ٨ تر ١٣ مترو ټيټه شوې ده.

خو سليمي په سرپل ولايت کې د سلطان ابراهيم بند او په بلخ ولايت کې د قوش‌تیپې کانال تطبیق د کرنې د ودې او د هېواد د پرمختګ لپاره مهم وبلل.

د هغه په ​​خبره، قوش‌تیپې کانال د چارو له بشپړېدو سره به د جوزجان ولايت د مرکز په ګډون اووه ولسوالۍ د دغه کانال له اوبو برخه‌منې او ترڅنګ به یې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې هم پياوړې شي.

د قوشتپې د اوبولګولو ستر کانال چې د جوړېدو لومړنۍ څېړنې یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل شوې وې، په شمال زون کې یوه لویه پروژه بلل کېږي، دغه کانال چې له امو سینده ۱۰ میلیارد مترمکعبه اوبه راګرځوي، ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸.۵ متره ژوروالی لري او په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ۵۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

دغه راز، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور هم د جوزجان ولایت د سیندیزې حوزې له مسوولینو سره لیدنه کې وویل چې مسلکي کادرونه باید له هېواده ونه وځي.

هغه زیاته کړه: «پر انجنیرانو ‎لویه پانګه لګول شوې او د هغوی له تجربو ‎باید د بېلابېلو پروژو په چارو کې ګټه واخیستل شي.»

نوموړي وويل چې له بېلابېلو هېوادونو دې مسلکي کادرونه راستانه شي څو په دندو وګومارل شي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.