غزنيښار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سلطان بند دروازې چې څو ورځي مخکې د خټو (رسوباتو) نيولو له امله بندې شوې وې، نن بېرته بشپړې خلاصې شوې.
د غزني فرعي سينديزي حوزې ولاړو اوبو رییس مولوي محمدشفیق منصور عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې څو ورځې مخکې د سلطان ذخیروي بند دروازې چې د خټو یا رسوباتو له امله بندې شوې وې، نن د دغه رياست کارکوونکو له لوري بېرته خلاصې شوې.
هغه زیاتوي، د ستونزې د لا ښه حل په موخه موضوع د اوبو برېښنا له وزارت سره شریکه شوې او ژمنه یې کړې چې سیمې ته به مسلکي او متخصص پلاوی لېږي څو یاده ستونزه د تل لپاره حل کړي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي د بند دروازو له بېرته پرانیستل کېدو خوښي څرګندوي او وايي چې په اوس موسم کې د اوبو خوشي کېدو ته ډېره پاملرنه وکړي.
د غزني د خواجهعمري ولسوالۍ قلعهنو سیمې یوه قومي مشر حاجي اکرم پژواک ته وویل، د د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د سلطان بند له اوبو استفاده کوي او معمولآ په دغه موسم، په ځانګړي ډول د تلې میاشت کې د غنمو د کښت لپاره خلک خپلې ځمکې اوبه کوي.
هغه زیاتوي: «که د غنمو کښت له دې میاشتي واوړي، بیا نه شنه کېږي او خرابېږي، سږ کال په مهمه میاشت کې د بند دروازې د رسوباتو نيولو له امله بندي شوې وې چې د سیندیزې فرعي حوزې د مسوولینو په زیار بېرته خلاصې شوې.»
د مسوولینو په وینا، سلطان بند یو له تاریخي بندونو دی چې د غزني ښار او شاوخوا ولسوالیو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا لپاره يوازېنۍ سرچینه ده چې ۱۲ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي او ۱۵ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
Views: 226
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن