ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو چارو وزارت: د ترکیې کډوالۍ ادارې سره مو د ګډ کمېسیون پر جوړولو هوکړه وکړه

د کډوالو چارو وزارت: د ترکیې کډوالۍ ادارې سره مو د ګډ کمېسیون پر جوړولو هوکړه وکړه

author avatar
21 Oct 2023 - 15:32
د کډوالو چارو وزارت: د ترکیې کډوالۍ ادارې سره مو د ګډ کمېسیون پر جوړولو هوکړه وکړه
author avatar
21 Oct 2023 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت پلاوي د ترکیې کډوالو ادارې له مسوول سره په لیدنه کې د یوه ګډ کمېسیون پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت رییس قاري محمداجمل ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مسوول اتیلا توروس سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، د ترکيې کډوالۍ ادارې مسوول په دغه هېواد کې کډوالۍ برخه کې د افغان اتشې فعالیت اړين بللی دی.

دغه وزارت زیاته کړې: «د مقام د دفتر رییس قاري محمداجمل په مشرۍ د کډوالو چارو وزارت پلاوي د ترکیې د کډوالۍ ادارې له مسوول ښاغلي اتیلا توروس سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او دواړو لورو د کډوالو برخه کې د اتشې پر اړتیا او د یوه ګډ کمېسیون پر جوړولو موافقه وکړه څو د هغه له لارې د دواړو لورو کډوالو اړوند ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له یو بل سره شریک کړي او په دې برخه کې اقدام وشي.»

د کډوالو چارو وزارت څرګنده کړې چې دغه پلاوي د ترکیې د پلازمېنې انقرې د توپلام په زندان کې له یو شمېر افغان بندیانو سره هم لیدلي دي.

بل پلو، سرچينې څرګنده کړې چې د ترکيې کډوالۍ ادارې مسوول به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د راپور له مخې، د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه يوه حکومتي پلاوي ترکيې ته سفر کړى دى.

له دې مخکې هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني په کابل کې د ترکیې له نوي سفیر جنګ‌اونال سره په لیدنه کې ویلي وو چې ترکیه باید د جبري ایستلو پر ځای افغانانو ته د نړۍوالو قوانینو له مخې خپله خاوره کې د کار زمینه برابره کړي او هغه کډوال چې په خپله خوښه راستنيږي، باید د یوه ګډ میکانیزم پر اساس وي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.