کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير پرون د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو د احوال اخیستو پر مهال له موسسو غوښتي څو له دغو راستنېدونکو سره مرستې ډېرې کړي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خلیلالرحمن حقاني کندهار ته د سفر پر مهال سپين بولدک ولسوالۍ ته تللی او هلته يې د کډوالو سرحدي امريت کې له پاکستانه د تازه راستنېدونکو کډوالو احوال اخیستی، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.
سرچینه زیاتوي، حقاني دغه راز د مرستندویه موسسو له مسوولينو سره هم کتلي او په ځینو برخو کې يې له هغوی د تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره د امکاناتو ډېرولو غوښتنه وکړه.
خبرپاڼه وايي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست د مشرتابه د حکم پر اساس، په سپين بولدک ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د يوه لوی کمپ جوړولو ژمنه تازه کړه.
هغه ویلي، د پاکستان حکومت له خوا په دې وروستيو کې له دغه هېواده په زور د افغان کډوالو له ايستلو سره سم د کډوالو راتګ ډېر شوی او ورسره بېړنیو مرستو ته اړتيا ليدل کېږي خو اسلامي امارت ورته لازمې اسانتياوي برابروي.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن