اسعداباد (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): کونړ ولایت کې په ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د کتلوي معافیت او واکسین خدمات پيل شول.
مسوولین وايي، دغه پروژه د Bill & Melinda Gates Foundation بنسټ په مالي مرسته د ۱۱ میاشتو لپاره پلې کېږي.
د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص د دې پروژې د پيل په مراسمو کې وویل، دغه پروژه (BMGF) بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۱ میاشتو لپاره په هغو لرو پرتو سیمو کې چې خلک یې له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي، پلې کېږي.
هغه وویل: «د دې روغتیایي پروژې له لارې به د کتلوي معافیت یاد خدمات به د دغه ولایت نورو سیمو ته هم وغځیږي، په سپينو او محرمو سیمو کې به خلک روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.»
د (BMGF) بنسټ استازي ډاکټر محمدګل لېوال وویل، د دې روغتیایي پروژې له پلې کیدو یې موخه دا ده چې په کونړ کې د واکسین د پوښښ ساحه پراخه شي.
هغه وویل: «موږ ۱۴ موټرسایکلونه واکسیناتورانو ته په واک کې ورکړل، څو لرو پرتو سیمو کې پرې واکسین تطبیق کړي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۹۲ زره ۸۱۰ کسانو ته واکسین تطبیق شي.»
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن