ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لومړنۍ چارټر الوتنه کې ۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه بریتانیا ته ولېږدول شول

په لومړنۍ چارټر الوتنه کې ۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه بریتانیا ته ولېږدول شول

author avatar
27 Oct 2023 - 14:45
په لومړنۍ چارټر الوتنه کې ۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه بریتانیا ته ولېږدول شول
author avatar
27 Oct 2023 - 14:45

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۲): بريتانيا اعلان کړى چې دوه سوه افغان پناه‌غوښتونکي یې له اسلام‌اباده  دغه هېواد ته لېږدولي دي.

دغه شمېر افغان کډوال پرون (پنجشنبه) په یوه چارټر الوتکه کې بریتانیا ته لېږدول شوي دي.

د ډان خبري اژانس د راپور له مخې، ‎ دا هغه پناه غوښتونکي دي چې بریتانیا مخکې د پناه ورکولو ژمنه ورسره کړې وه او دا له دوه کلني ځنډ وروسته له اسلام‌اباده برتانیا ته د افغان کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه ده.

په دغه راپور کې راغلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۲۵۰ افغانان په اسلام‌اباد کې برېتانیا ته د تګ په تمه شپې  او ورځې تېروي.

د راپورونو له مخې، بریتانیا په پام کې لري څو دغه شمېر افغانان د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د چارټر الوتکو له لارې ‎بریتانیا ته ولېږدوي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې تر دې وړاندې پاکستان ‎په دغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه درلودونکو افغانانو ته د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړی و  چې له دې پرته به په زور له دې هېواده و ایستل شي.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.