کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته، د بښنې نړۍوال سازمان د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې دغه پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي.
دغه بنسټ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د کډوالو اېستل له بشري حقونو څخه سرغړونه ده او پاکستان باید د بشري حقونو نړۍوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.
د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، د دغو کډوالو اېستل د هغوی د امنیت، هوساینې او لومړینو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي اندېښنې رامنځته کوي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو، دا هېواد مصمم دی چې د نومبر میاشت له لومړۍ نېټې لږ تر لږه ۱،۴ میلیونه کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري له دغه هېواده وباسي.
د یادونې ده، په تېرو اوونیو کې پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو او نیولو راپورنه هم خپاره شوي دي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن