جلالاباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د پاکستان حکومت له لوري په اجباری ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ په دوام په تېرو دوو ورځو کې يو ځل بیا ۲۴۶۰ نورې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
مسوولين وايي، له دغو کورنيو سره په تورخم کې لومړنۍ مرستې شوې او د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړۍوال سازمان سره ثبت شوې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون د لړم په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکستان حکومت له لوري په اجباري ډول د افغان کډوالو را ایستلو په دوام په تېرو دوو ورځو کې ۲۴۶۰ نورې کورنۍ راستنې شوې دي.
هغه زياته کړه، ۱۳۸۵ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۰ زره او ۹۰۰ ته رسېده، د شنبې په ورځ او ۱۰۷۵ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۶ زره او ۱۳۸ ته رسېده د جمعې په ورځ هېواد ته راستنې شوې.
د هغه په وينا، دغه راستانه شوي کډوال یې له ثبت او راجسټر وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان يا IOM ادارې ته د مرستو لپاره معرفي کړي او هرې کورنۍ ته د غیرغذایي توکو معادل ۱۰۹۰۰ افغانۍ نغدې او هم د موټر لپاره کرایه ورکول کېږي.
دی وايي، د راستنېدونکو کډوالو لپاره په ټولو لازمو برخو کې ورته چمتووالی نيول شوی، څو تازه راستنېدونکي کډوال له ستونزو سره مخ نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو ایستلو له پرېکړې وروسته، د بښنې نړۍوال سازمان د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې دغه پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي.
دغه بنسټ پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د کډوالو ایستل له بشري حقونو سرغړونه ده او پاکستان باید د بشري حقونو نړۍوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.
پاکستاني چارواکو ویلي، پرېکړه يې کړې چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې لږ تر لږه ۱،۴ میلیونه کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري، له دغه هېواده وباسي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن