ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي امارت: پاکستان دې د ښه ګاونډیوب او بشري عاطفې له مخې افغان کډوال جبراً نه باسي

اسلامي امارت: پاکستان دې د ښه ګاونډیوب او بشري عاطفې له مخې افغان کډوال جبراً نه باسي

author avatar
31 Oct 2023 - 23:03
اسلامي امارت: پاکستان دې د ښه ګاونډیوب او بشري عاطفې له مخې افغان کډوال جبراً نه باسي
author avatar
31 Oct 2023 - 23:03

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): اسلامي امارت له پاکستانه وغوښتل چې له تحمل کار واخلي او د ښه ګاونډیوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې دې افغان کډوال جبراً نه باسي.

د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له تېرو پنځه څلویښتو کلونو راهیسې افغانان د اشغال او جګړو له امله په مختلفو هېوادونو کې له مهاجرت او خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي، یاد حالت پر افغانانو تپل شوی او افغانان ورته مجبوره کړل شوي وو.

سرچینې زیاته کړې، خو اوس افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو او اجباري اخراج سره مخامخ شوي دي.

اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو مننه کړې چې په تېرو څه باندې څلويښتو کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړ.

په اعلامیه کې راغلي: «اوس یو ځل بیا ترې غواړو، افغانان مجبور نه کړي چې په زور او بې له اماده‌ګي جبراً اخراج شي؛ بلکې وخت ورکړي او اړوند هېوادونه د حسن همجوارۍ، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې له تحمله کار واخلي.

سرچینې زیاته کړې، په کومو هېوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده جوړه کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري، ګاونډي هېوادونه دې هم اسلامي اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي، له کومو هېوادونو چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بېرته خپل هېواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضع کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «هغه افغانان چې له نورو هېوادونو د وروستیو مشکلاتو او د ځينو هېوادونو د دريځونو له امله مجبوریږي؛ څو وطن ته راشي، باید ټول افغانان، خصوصا زموږ سرمایه‌دار او تاجر وروڼه، ټول د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون سره په هماهنګي د هغوی په انتقال، اسکان، سرپنا، درملنې او نورو اړوندو برخو کې مرسته وکړي او هغوی هیر نه کړي.»

سرچینه کاږي، دا چې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت، واحده رهبري او د افغانانو ترمنځ د ورورۍ فضا رامنځته شوې له ټولو راستنیدونکو مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت مسوولینو ته حکم شوی چې په ډېر اخلاص او توجه سره د خپلو مهاجرینو په خدمت کې هلې‌ځلې وکړي او هڅه دې وکړي چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د راستنیدونکو مهاجرینو ښه خدمت وشي.

اسلامي امارت ویلي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او نور اړونده وزارتونه او ادارې دې راستنیدونکو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي، هغو هېوادوالو ته چې د سیاسي تشویشونو له امله له هېواده وتلي، ډاډ ورکول کېږي چې بېرته راستانه او په خپل هېواد کې ارام ژوند وکړي.

د یادونې ده چې پاکستان په دغه هېواد کې له یو میلیون څخه زیاتو افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی چې د هغوی په وینا، قانوني اسناد نه لري، دغه ضرب‌الاجل سبا پوره کېږي او د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هغوی د ویستلو لپاره به امنیتي ځواکونه عملیات کوي.

[/restrict]

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.