کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې پر ۳۱مه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په دې جګړه کې یې لږ تر لږه ۸۹ کارکوونکي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش نن (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکي چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو وژل کېدل د دغه سازمان په تاریخ کې بېساري دي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د سازمان ډېری کارکوونکي د خپلو کورنیو له غړو سره وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون (دوشنبه) د دغه سازمان د مرستو رسونې او کارموندنې بنسټ په یوه راپور کې اعلان کړی چې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونو له امله په هرو لسو دقیقو کې یو فلسطیني ماشوم ژوند له لاسه ورکوي او دوه نور ټپیان کېږي.
د دغه راپور له مخې، د یادې جګړې له پیله تر اوسه د ملګرو ملتونو د مرستو رسونې او کارموندنې بنسټ ۸۸ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن