پلخمري (پژواک، ۶ لېنډۍ ۱۴۰۲): د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې برېښنایي تذکره د منل شوو او باوري اسنادو له ډلې ده، خو ترلاسه کول يې څو میاشتې وخت اخلي.
د بغلان د مرکز پلخمري یوه اوسېدونکي ګلعالم په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې شپږ میاشتې وړاندې يې د برېښنايي تذکرې لپاره عریضه کړې، خو تر اوسه يې نه ده ترلاسه کړې.
هغه زیاتوي: «تر اوسه دوه ځلې د تذکرې دفتر ته ورغلی یم، خو د بایومټریک نوبت مې نه دی راغلی.»
دغه راز د پلخمري یوه بل اوسېدونکي عبدالوکیل هم پژواک ته وویل چې برېښنايي تذکره په ډېرې سختۍ ترلاسه کېږي.
هغه وايي: «برېښنايي تذکره یو باوري سند دی، زما په سیمکارت کې مشکل پیدا شو، پر کاغذي تذکره مې څو ځله اړوند شبکې دفتر ته مراجعه وکړه، خو مشکل مې حل نه شو، برېښنايي تذکره رانه غواړي.»
دغه راز د ډنډغوري سیمې د ساقي کلي د ګذر وکیل رازمحمد پژواک ته وویل چې خلک دوی ته د اسنادو د تایید لپاره مراجعه کوي، خو بیا د تذکرو ترلاسه کول يې ډېر وخت نیسي.
هغه زیاته کړه: «د دولتي او ځیني شخصي اسنادو په تطبیق کې اوس برېښنايي تذکرې ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه یې غوښتنونکي ډېر شوي، خو په وېش کې یې ځنډ ډېر دی.»
یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د یادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.
بلخوا د بغلان د احصایې ریاست مرستیال عطاءالله ناصري هم په تېرو شپږو میاشتو کې د تذکرو په وېش کې ځنډ مني، خو وایي چې اوس يې وېش بیرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
هغه وايي چې دا مهال ۲۸ زره چاپ شوي تذکرې دوی ته رسېدلي چې په څو ورځو کې به يې د وېش چارې ترسره شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو د تذکرو په وېش کې له ځنډه شکایتونه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP