کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس د انتقالاتو کچې ډېرېدو او دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته سفر وکړ.
د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا بختالرحمن شرافت او مل پلاوي یې نن د ترکمنستان په رسمي بلنه عشقاباد ښار ته سفر وکړ.
سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې یاد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې له اړوندو ترکمنستاني چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچې پر ډېرېدو او د دواړو هېوادو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن