جلالاباد (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست وايي، په دغه ولايت کې به سږ کال تر درې زره ټنه مالټي تولید شي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
د کانال رياست اړوند د مالټو باغونه ۱۲ شرکتونو ته د جريب په حساب په قرارداد ورکړل شوي او سلګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د یادو شرکتونو مالکان د مالټو له بارازه خوښ دي، خو خلک بیا د مالټو نرخونه لوړ بولي.
د ننګرهار د کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل د لېندۍ په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ادارې اړوند په بټيکوټ ولسوالۍ کې د مالټو د دویم او درېیم فارم مالټو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله زياتوالی راغلی دی.
د نوموړي په وينا، سږ کال تر درې زره ټنه مالټې له يادو باغونو ترلاسه کېږي چې د تېر کال په پرتله په کې ۱۰۰۰ ټنه زياتوالی راغلی دی.
نوموړی زياتوي، اټکل دی د مالټو حاصلاتو له راټولولو وروسته دا اندازه لا زياته شي او بازار ته د بهرنيو مالټو واردېدو مخنيوي سبب وګرځي.
دا مالټې د جريب په حساب ۱۲ شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې دي چې د روزنې او پالنې ترڅنګ يې حاصل هم هغوی ټولوي.
د شاهإمحمود په نوم د مالټو يوه قراردادي شرکت مشر له حکومته د اوبو برابرولو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي او زیاتوي چې د مالټو بازار يې ډېر ښه دی.
دی وايي، له دوی سره په دې چاره کې ډېرو بېوزګارو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
صفيالله چې د مالټو په باغونو کې د مالټو ټولولو برخه کې ورته د کار زمينه برابره شوې وايي، دغه کار يې د کورنۍ اقتصاد ته ډېره ګټه رسوي.
بلخوا د ننګرهار اوسېدونکي وايي، هر کال په دغه ولايت کې د مالټو حاصلاتو له ډېرېدو سره د هغو نرخونه هم لوړېږي او بايد حکومت دغه چاره کنټرول کړي.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی واحدالله وايي، وطنۍ مالټې ډېرې ښې او خوږې دي خو د پاکستانۍ مالټو په نسبت يې نرخونه لوړ وي او غريب خلک يې د اخیستو توان نه لري.
مسوولين بيا دغو باغونو ته د لا ډېرې پاملرنې ترڅنګ په دغه ولايت کې د مالټو د نوو بوټو اېښودو ژمنه کوي او وايي، هڅه يې دا ده چې څو ځايي اوسېدونکو ته په کم قیمت مالټې ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP