کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): کابل کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
کابل کې د جاپان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرسته به د نړۍوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو ادارو او د جاپاني غیردولتي موسسو له خوا اړمنو افغانانو ته ورسول شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې مرستې سره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې له افغانانو سره د دغه هېواد مرسته ۴۴۷ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن