جلالاباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د پاکستان له خوا د تورخم دروازه له نیمې ورځې تړل کېدو وروسته د ترانزیټ پر مخ بېرته خلاصه شوه.
نن سهار د ننګرهار سیمهییزو چارواکو ویلي وو چې دغه دروازه د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې او باروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
خو د تورخم کمیسار مولوي عصمتالله یعقوب نن (له غرمې وروسته څلوربجې) پژواک خبري اژانس ته وویل چې تورخم دروازه له نیمې ورځې تړل کېدو وروسته د ترانزیټ پر مخ بېرته خلاصه شوه.
هغه وایي، باروړونکي موټر اوس کولای شي د پخوا په څېر تګ راتګ وکړي.
د يادونې ده، نږدې شل ورځې مخکې هم پاکستان دا دروازه د لنډمهال لپاره د ترانزيټ پر مخ تړلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP