ژبه

د هرات د کشک ـ تیرپل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

Khwaja Nasir Sideqi

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۹

Views: ۷

کابل (پژواک، ۱۶ سنبله ۱۴۰۵): د هرات د کشک ـ تیرپل د نفت او ګاز حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد نن په کابل کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه سعودي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

دغه قرارداد نن (دوشنبه) د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د افغانستان بانک د رییس نوراحمد اغا، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد او د سعودي عربستان د دلتا نړۍوال شرکت د اجرائیوي رییس شاهر التقي په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري په دې مراسمو کې وویل چې د هرات د کشک ـ تیرپل نفتي حوزې قرارداد له یوه سعودي شرکت سره لاسلیک شو.

هغه زیاته کړه چې دغه حوزه ۲۲ کیلومتره مربع مساحت لري او ډېره برخه یې د ګازو زېرمې جوړوي.

د نوموړي په خبره، تمه ده د دې حوزې په استخراج او اکتشاف سره افغانستان د ګازو برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

هغه ډلتا نړۍوال شرکت یو وړ او باتجربه شرکت وباله او ویې ویل، د دې حوزې د عملي کار له پیل سره به د هېواد د یو شمېر وګړو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد په دغو مراسمو کې له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال لپاره مناسب موقعیت لري او کولای شي سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.

نوموړي وویل چې افغانستان د ځمکې لاندې ښې زېرمې هم لري.

خلیل‌زاد د دغه قرارداد لاسلیک د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته‌راوړنه وبلله او دواړو لورو ته یې د بریا هیله وکړه.

د سعودي عربستان د ډیلټا نړۍوال شرکت اجرائیوي رییس شاهر التقي په یادو مراسمو کې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو له امله د کانونو او پټرولیم له وزارته مننه وکړه.

هغه له افغانانو سره د ګډ کار له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دغه قرارداد کې د دواړو لورو ګټې په پام کې نیول شوې دي.

د یادونې ده، ډیلټا نړۍوال شرکت له دې مخکې هم په افغانستان کې د نفت او ګازو برخه کې د پانګونې او د «ټاپي» ګازو نل‌لیکې جوړولو لپاره د لېوالتیا څرګندونه کړې وه.