Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د درېیو ترافیکو پېښو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بامیان (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): بامیان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ۱۱ بجې د دغه ولایت د مرکز اړوند په «قرغنه تو» سیمه کې یو باربري موټر له سړک وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې یاده پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.

هغه دغه راز زیاته کړه، په بله پېښه کې یو رونکس موټر د یاد ولایت مرکز اړوند په «دهن آهنګران» سیمه کې یو ماشوم لاندې کړی او ټپي کړی یې دی.

دغه راز، درېیمه پېښه کې هم د یاد ولایت مرکز اړوند په «یکه درخت» سیمه کې د دوو پاسو موټرونو د ټکر له امله یو ماشوم ټپي شوی دی.

هغه د یادو ټپیانو له ډلې د یوه کس وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

نوموړي د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او تیز سرعت بللی او ویې ویل چې موټرچلوونکي د لا ډېرو څېړنو لپاره د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت تر څارنې لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.