کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): يونيسف له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په راتلونکي زېږدیز کال کې د ۱۲،۶ ميليون افغان ماشومانو په ګډون د ۱۹،۴ ميليون افغانانو د لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره ۱،۴ میليارده ډالر مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له نړۍوالي ټولنې غوښتي چې میلیونونه بېوزله افغان ماشومان هېر نه کړي او د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې له دغه صندوق څخه مالي ملاتړ وکړي.
يونيسف وايي، په افغانستان کې ۲۳،۳ ميليون وګړي چې ۱۲،۶ ميليونه يې ماشومان دي، په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتيا لري.
سرچینه زیاتوي چې دغه افغانان د اوږدمهاله جګړو، اقليمي بدلون او په هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت او اغېزو له امله بشري مرستو ته اړ شوي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق په ټوله نړۍ کې له ۹۴ ميليون ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۹،۳ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
يونيسف په خپل تازه راپور کې ويلي، اقليمي بدلون، زلزله، د ناروغيو خپرېدو او د جګړو ډېرېدو لسګونه ميليونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سختو شرايطو سره مخ کړي دي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن