شبرغان (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت مرستیال د جوزجان ولایتي روغتون کې د درې نوو برخو پرانیستې پر مهال د روغتیا برخې پر معیاري کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، هغه ډاکټران به وستایل شي چې د چارو په ترسره کولو کې رښتیني دي.
د جوزجان ولایتي روغتون کې د بېړنیو خدماتو برخه، د لفټ سیسټم او د ناروغانو ځانګړې خونه چې په څلوېښت میلیون افغانیو جوړ شوي، نن (د قوس ۲۳مه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د یادو نوو برخو د پرانیستې پر مهال وویل: «غواړو چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو سیستم معیاري کړو، پرېکړه مو کړې چې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ کړو څو خلکو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړو.»
هغه زیاته کړه، د تېرو کلونو په اوږدو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول معیاري نه و او په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې دي چې په وخت سره به حل شي.
صاحبزاده وايي: «وروسته له دې به د عامې روغتیا منسوبینو ترمنځ د روغتیايي خدمتونو اړوندې چارې د وړتیا پر اساس کېږي او هغه شمېر ډاکټران به ستایل کېږي چې په خپلو فعالیتو کې رښتیني وي.»
ورته مهال، د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري ذبیحالله حسیني وویل، وروسته له دې چې ولایتي روغتون نوي ځای ته منتقل شو، ډېرې برخې یې فعالې نه وې، خو اوس یې د ذیصلاح چارواکو په ملاتړ نورې برخې هم بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلې دي.
هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت له بودجې د یاد روغتون د لفټ سیسټم، بېړنۍ خونه او د ناروغانو ځانګړې خونه جوړه شوې او د روغتون انګړ هم جوړ او منظم شوی دی.