[restrict paid="true"]

کندهار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲) ځایي مسوولین وایي چې د کندهار ښار نهمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د لېندۍ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن چهارشنبې سهار وخته شاوخوا شپږ بجې د کندهار ښار نهمې حوزې اړوند په غنيخان مېنه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور کسان (یو هلک او درې نجونې) مړه شوي دي.

جمشېد د مړه شوو کسانو د عمرونو په اړه جزئیات ورنه کړل.

بلخوا، د کندهار ښاروالۍ ویاند سفالله عاصم هم د پېښې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې دغه کورنۍ تازه د کندهار له نېش ولسوالۍ راکډواله شوې ده.

د هغه په وینا، سیمې ته د ښاروالۍ کارکوونکي تللي او له اړوند کورنۍ سره یې لازمه مرسته کړې ده.

د کندهار ښار نهمې ناحیې اوسېدونکي هم وایي چې په دې سیمه کې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوې؛ ځکه اکثره کورونه خامه او په ډېر ټيټ کیفیت جوړ شوي دي.

د نهمې ناحیې یوه اوسېدونکي نوراحمد پژواک ته وویل: «نن ډېره بده پېښه شوې وه، داسي پېښې اکثره وخت د خرابو کورونو له امله کېږي؛ تېر کال هم داسې یوه پېښه شوې وه.»

[/restrict]