کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان، سوېلي افریقا او هند له ۱۹ کلنو د کمعمره کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه درې اړخیزو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.
کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د یادو درې واړه هېوادونو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربهتوب د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه پیلېږي او د را روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۰مې به دوام ولري.
دې ادارې ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ له یادو هېوادونو سره په همغږۍ دغه سیالۍ چې د ځوانانو یو ورځنۍ لوبې دي، ترتیب کړې څو د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو نړۍوال جام سیالیو ته پوره چمتووالی ونیسي.
افغانستان به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د ډسمبر په ۲۹مه له هند او دویمه به د ډسمبر په ۳۱مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي.
دغه راز افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په څلورمه له هند او دغه راز وروستۍ او څلورمه سیالۍ به د همدې میاشتې په ۸مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي او له هغه وروسته به د دوو غوره لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ۱۰مه پایلوبه ترسره شي.
د یادونې ده، له یادو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو کمعمره د کرکټ نړۍوال جام کې ګډون وکړي چې د جنورۍ په ۱۹مه په سوېلي افریقا کې پیلېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP